ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ کسان په کرونا اخته شوي دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ کسان په کرونا اخته شوي دي

author avatar
15 Nov 2020 - 19:05
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ کسان په کرونا اخته شوي دي
author avatar
15 Nov 2020 - 19:05

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۰۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۲۴۰  ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ۲۵مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۶۹۱ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۰۵ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۲۴۰ته لوړ شو

سرچينه وايي چې ۵۹ پېښې په هرات ،۲۷ په ننګرهار، ۱۸ په کابل،۱۷ په بدخشان ،۱۴ په بلخ ،۱۰ -۱۰  په غزني او زابل ،۹ په بامیان،۷ په کندوز، ۴ په کندهار، دوه – دوه په نیمروز، بادغیس او لوګر او يوه – يوه په سمنګان، غور او پروان کې ثبت شوې دي.

 خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له یادې ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۵۰۹۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۲ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۱۶۱۷ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.