جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): په ننګرهار ولايت کې د استيناف محکمې څلور قاتلين له لس تر دېرشو کلونو پر تنفيذي بند محکوم کړي دي.
د ننګرهار ولايت مقام له خوا د لړم په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار استيناف محکمې د جزاء دېوان قضايي پلاوي څلور کسان د قتل په بېلابېلو قضيو کې له لسو څخه تر دېرشو کلونو تنفيذي بند پر سزا محکوم کړل.
سرچينې زياته کړې، دغه علني قضايي غونډه د مؤظف څارنوال، د تورنو مدافع وکيلانو، د قضيو د طرفينو او عامو خلکو په شتون کې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې غونډې پر مهال قضايي پلاوي د رايو په يووالي د يوه کس د قتل په قضيه کې يو کس پر ۳۰ کاله او بل د قتل په يوه بله قضيه کې پر ۱۷ کاله تنفيذي بند سزا محکوم شول.
د سرچينې په وينا، دغه راز په ياده قضايي علني غونډه کې دوه تنه نور د قتل د اقدام په قضيه کې پر ۱۰ – ۱۰ کاله تنفيذي بند محکوم شول.
دغونډې قضايي پلاوي وويل چې د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولی شي د تميز غوښتنه وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن