ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار شینواري: حکومت دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

د ننګرهار شینواري: حکومت دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

author avatar
16 Nov 2020 - 15:35
د ننګرهار شینواري: حکومت دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي
author avatar
16 Nov 2020 - 15:35

جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د شينوارو قوم وايي، حکومت ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کړې وې خو تر اوسه يې نه دي پوره کړې؛ نو ځکه غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.

د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، لارو، پلونو، عامه تاسيساتو او کورونو رغولو په برخه کې د ولسمشر له لوری له دغه قوم سره ژمنې شوې وې خو دوی وايي، تر اوسه ورته هېڅ کار نه دی شوی.

شينواري وايي، دا چې له داعش سره یې په جګړه کې قرباني ورکړې، وايي، حکومت پرې داعش مات کړ خو اوس د دوی د ړنګو ځايونو جوړولو لپاره پرته له ژمنو پرته هېڅ کار نه دی شوی.

دوى چې د لړم په ۲۶مه د ننګرهار ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، ويل يې، د خپلو دغو حقونو ترلاسه کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

قومي مشرانو ويل، دغه قوم د حکومت له لوري بې اتفاقه شوی و نو ځکه ورته پاملرنه هم نه کېده او اوس يې د شينوارو د شپږو ولسواليو د يووالي يوه شورا د همدې لپاره جوړه کړه چې د خپلو حقونو او ورسره د شوو ژمنو پوښتنه به کوي.

د سپين غر ولسوالۍ قومي مشر حاجي صادق چې د غونډې پرېکړه ليک يې ولوست ويې ویل، دا شورا يوازې د شينوارو د يووالي او د خپلو ستونزو د حل لپاره رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، له شينوارو سره په بېلابېلو برخو کې ژمنې وشوې خو تر اوسه يې يوې ستونزې ته هم حل نه دی لټول شوی نو ځکه له دې وروسته د خپلو ستونزو د حل لپاره خپله خپل غږ پورته کوي.

د دوربابا ولسوالۍ قومي مشر او پخوانى ولسوال همېشه ګل مسلم وويل، دا شورا يې ځکه جوړه کړه چې ياد قوم په اتفاق شي او بيا يې نه څوک پر بمونو والوځوي او نه يې کورونو باندې بمبار وکړي.

هغه زياته کړه: ((که اړتيا شوه موږ به د شپې او د ورځې منډې ترړې کوو چې ځايي طالبان وهڅوو سوله وکړي او نور له جګړو لاس پر سر شي.))

د اچين ولسوالۍ قومي مشر عبدالحکيم حقيار هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې حکومت کې شينواری قوم يووالي ته پرېږدي او لاسنيوی يې وکړي نو يوازې به خپلې سيمې امن کړي، بلکې د پخوا په څېر به د خپلو سرحداتو له ساتنې هم دفاع کوي.

هغه وويل: ((دولت چې دی دا نه غواړي چې شينواري په يو اتفاق شي، که شينواري په اتفاق شي نو ننګرهار ته يې ګټه رسېږي خو د دوی خو په وراني کې ګټه ده، دولت کې داسې چارواکي شته چې قوم په بې اتفاقۍ کې وساتي او خپله چوکۍ باندې پاتې شي.))

په همدې حال کې د دې شورا ټاکل شوي رييس باندر شينواري ژمنه وکړه چې دا شورا به د چا د ګټو لپاره نه استعمالوي او يوازې به د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.