کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩) : د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې د روان زيږديز کال تر پايه پورې په افغان سولې پروسه کې پرمختګ وشي.
د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آلثاني دغه څرګندونې د نړيوال امنيت ټولنې په يوه ناسته کې کړې دي چې دده ترڅنګ د يو شمېر نورو هېوادونو چارواکو هم ورته ويناوې وکړې.
هغه زياته کړه چې امريکا له قطر سره له نږدې کار کوي څو د افغانستان د شخړې د هواري لپاره يوه سوله ييز لاره پيدا شي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د روان زيږديز کال تر پايه پورې په افغان سولې پروسه کې يو څه پرمختګ وشي.
الثاني وايي، د نړۍ په هر ګوټ کې چې د افغان سولې لپاره کوم ګام اخيستل کېږي او يا څوک رول لوبوي، قطر يې نه يواځې ملاتړ، بلکې هرکلى هم کوي.
د يادونې ده، چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تر ١٨ مياشتو خبرو وروسته د دوحې تړون لاسليک شو.
خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ ناستې پيل شوې، خو تر اوسه په کې هېڅ ډول پرمختګ نه دى شوى.
د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل چې نړيواله سوله او امنيت يواځې د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې ممکن دي او دغه کار د قطر د بهرنۍ تګلارې اصلي کرښې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن