Language

د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

جلال اباد (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ۶۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوى وايي، په دې نښتو کې د وسله والو د وسلو او مهماتو د له منځه وړو ادعا هم شوې ده.

په لغمان کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال زلمي نبرد د لېندۍ په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته دولت شاه او د الیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د ملي اردو په مشرۍ د روانو محاربوي عملیاتو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د استخباراتو د مسوول قاري همت او پنځو نورو مهمو قوماندانو په ګډون ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملیاتو کې ملي اردو، کومانډو، ضربتي او نور ځواکونه برخه لري چې پر مهال یې تر اوسه پورې ګڼې سیمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې او عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

دى وايي، په دغو عملیاتو کې افغان سرتېرو او عامو خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنیت له ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې د وسله والو طالبانو ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، تېره ورځ ناوخته د ملي امنیت د ۰۲ ځانګړو ځواکونو د لغمان مرکز اړوند د بدیع الاباد په سیمه کې عملیات لرل چې د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخ شوي او پر مهال یې نښته رامنځته شوې ده.

دی وايي، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو ۳ مهم غړي وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

نوموړي دا هم وويل، دغه راز د وسله والو طالبانو په ډزو کې د سیمې دوه وګړي هم وژل شوي دي.

بل لور ته تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په کړپۍ سیمه کې د مولوي حقمل په نوم د وسله والو طالبانو پر ځایي قوماندان او پر ۷ نورو ملګرو یې د ماین خښولو پر مهال هوایي برید شوی دی.

د لغمان د والي وياند وايي چې په دې پېښه کې د مولوي حقمل په ګډون درې کسان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics