ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٣ کسان پر کرونا اخته او ١٦ مړه شوي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٣ کسان پر کرونا اخته او ١٦ مړه شوي

author avatar
30 Nov 2020 - 14:43
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٣ کسان پر کرونا اخته او ١٦ مړه شوي
author avatar
30 Nov 2020 - 14:43

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٨٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۶۴۹۶ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٠٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٨٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۶۴۹۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۳۵ کسان په کابل، ۳۴  په هرات، ۳۳ په بلخ، ۳۰ په کندهار، ۲۴ په ننګرهار، ۲۴ په غزني، ۱۴ په پکتیا، ۱۳ په فراه، ۱۱ په پکتیکا، ۱۱ په نیمروز، ۱۰ په زابل، ۹ په تخار، ۸ په بغلان، ۸ په پروان، ۶ په کندوز، ۴ په هلمند، ۴ په اروزګان، ۲ په دایکنډي، ۲ په پنجشېر او يو کس هم په بغلان ولايت پر کرونا ويروس اخته شوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۶۷۸۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٧٧٩ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.