ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې لاریون کوونکو د جرمونو د مخنیوي غوښتنه وکړه

بلخ کې لاریون کوونکو د جرمونو د مخنیوي غوښتنه وکړه

author avatar
30 Nov 2020 - 16:33
بلخ کې لاریون کوونکو د جرمونو د مخنیوي غوښتنه وکړه
author avatar
30 Nov 2020 - 16:33

مزارشريف ( پژواک، ۱۰ليندۍ ۹۹) : د بلخ ولايت لسګونه معترض اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي، چې په مزارشريف کې دې د انسان تښتونې، غلاوو او وژنو مخه ونيسي.

دوی چې د ليندۍ په ۱۰مه، د يوه ۹ کلن ماشوم د تښتونې په غبرګون کې د بلخ ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو، پرحکومت يې نيوکه کوله، چې د خلکو په خوندي تابه کې پاتې راغلی دی.

دغه اعتراض د افغانستان د ترکمنانو ټولنيزې شورا له خوا پيل شوی، چې په ترڅ کې يې د بلخ ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه هم ودرول شوه.

د ترکمنانو د ټولنيزې شورا مرستيال محمد انور رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د بلخ سيمه ييز مسوولين د خلکو په خوندي تابه کې پاتې راغلي دي.

هغه زياته کړه، يوه مياشت وړاندې د عبدالرووف په نوم ۹ کلن ماشوم تښتول شوی؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې مسوولين په راخلاصولو کې پاتې راغلي دي.

د رحيمي په وينا، دا لومړی ځل نه دی، چې د دوی اولادونه او خپلوان تښتول کېږی، بلکې له دې وړاندې لسګونه کسان تښتول شوي دي.

هغه وويل: (( په روان لمريز کال کې تر دې مهاله يواځې د ترکمن قوم پورې اړوند ۱۷ کسان اختطاف شوي، هغوی چې تښتوونکو ته يې پيسې ورکړي راخلاص شوي او هغوی چې پيسې نه درلودې، د اختطاف کوونکو له خوا په بې رحمانه ډول وژل شوي دي)).

دغه معترض وايي، حکومت بايد د خلکو د ژوند او مال ساتلو برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

د معترضينو په منځ کې مو د تښتول شوي نهه کلن ماشوم پلار محمد نبي هم پيدا کړ، چې د عدالت پلي کېدو شعارونه يې ورکول.

نوموړي پژواک ته په لنډو خبرو کې وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې په کورنۍ قيامت جوړ دی.

محمد نبي وويل: (( ۳۲ ورځې کېږي، چې ۹ کلن زوی يې رانه تښتولی، ظالمانو به زنځيرونو تړلی او هره ورځ يې د ځورولو ويډيوګانې راته راليږي، تاسې فکر وکړئ چې په موږ به څه تېرېږي، چاته ورشو، چاته وژاړو.))

نوموړی وايي، د ټولو مسوولو ادارو دروازې يې ور ټکولي؛ خو لا يې هم د تښتول شوي زوی د راخلاصېدو کوم څرک نه دی پيدا شوی.

محمد نبي زياته کړه، بله هېڅ لاره نه وه ورپاتې؛ نو ځکه يې خپل قوم ته مراجعه وکړه او اعتراضي حرکت يې پيل کړ.

هغه په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې تښتوونکي يې د زوی د خلاصون په بدل کې څه ورنه غواړي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د تښتول شوي زوی په راخلاصون کې دې خپل مسووليت ادا کړي.

يوه بل معترض قومي مشر محمد کمال ګونش پژواک ته وويل، چې دمګړۍ يې د بلخ ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه درولې.

هغه زياتوي، که يې غږ وانورېدل شي؛ نو د مزار- شبرغان لويه لار او د حيرتان بندر لويه لار به هم د اعتراض په ډول وتړي.

نوموړي حکومت د خلکو د مال او ځان د ساتنې برخه کې په بې پروايۍ تورن کړ.

په ورته مهال بيا د بلخ ولايت مقام وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د ۹ کلن تښتول شوي عبدالرووف پېښه د خواشينۍ وړ ده.

هغه زياته کړه، اعتراض کول د خلکو حق دی او دوی د دغو معترضينو درد احساسولی شي.

خو منير فرهاد له خلکو وغوښتل، چې امنيتي او کشفي ارګانونو ته وخت ورکړي؛ څو په ټول احتياط سره د تښتول شوي ماشوم د راخلاصولو برنامه مخ ته يوسي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د بلخ سيمه ييزه اداره به په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کوي.

فرهاد وويل، چې بلخ ولايت مقام او ټول مسوول ارګانونه په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.