ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: امريکا په افغانستان کې زموږ له ماموريت سره همکارۍ ته ادامه ورکوي

ناټو: امريکا په افغانستان کې زموږ له ماموريت سره همکارۍ ته ادامه ورکوي

author avatar
3 Dec 2020 - 11:49
ناټو: امريکا په افغانستان کې زموږ له ماموريت سره همکارۍ ته ادامه ورکوي
author avatar
3 Dec 2020 - 11:49

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر کمولو وروسته به هم امريکا هلته د ناټو د ماموريت ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پرون ناوخته په بلجيم کې ددغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په يوه انلاين خبري ناسته کې وکړې.

په دې کنفرانس کې د ناټو پر اړونده موضوعاتو، افغانستان کې د ناټو ماموريت او افغان سولې پروسې  په اړه خبرې اترې وشوې.

نوموړي د افغان سولې پروسې په تړاو د وروستيو پرمختګونو هرکلى وکړ او ويې ويل چې دا ددې پروسې د برياليتوب لپاره يو مهم اقدام دى.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مرکچي پلاوو تر څو اوونيو ناندريو وروسته پرون پر طرز العمل موافقه وکړه او ټاکل شوې چې ډېر ژر د اجنډا په اړه خبرې اترې پيل کړي.

د ناټو سرمنشي وايي، له پروني پرمختګ څخه په ډاګه شوه، چې دواړه لوري د سولې مذاکراتو د برياليتوب لپاره هڅې کوي او غواړي چې نور پرمختګونه هم وکړي.

ده زياته کړې، دا پرمختګ ځکه مهم دى چې افغانان نور سوله ييز ژوند غواړي .

د ځواکونو د ايستلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې سټولټنبرګ وويل، ټولو امريکايي چارواکو ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته به هم هلته د ناټو له ماموريت سره همکاري جاري ساتي.

ده زياته کړه : ” زموږ پوځي قوماندانانو هم ډاډ راکړى چې د امريکا مرستې او همکارۍ سره به په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت ادامه مومي. ”

د ناټو سرمنشي وايي چې د دوى ماموريت به په افغانستان کې اوسني شکل سره ادامه کوي، چې په شمال کې به جرمني ځواکونه، په لوېديځ کې به د ايټاليا په مشرۍ او په کابل کې به هم د ترکيې په ګډون يو شمېر هېوادونه فعاليت کوي.

ده وويل، چې اوس مهال هم د روزنې د ماموريت نيمايي سرتېري غير امريکايي د اروپايي هېوادونو اړونده دي.

خو د ناټو سرمنشي وويل چې په افغانستان کې د ځواکونو په تړاو د دوى وروستۍ ارزونه به دوه مياشتې وروسته د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.