کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني د ډاکتر سهیلا صدیق کړنې وستایلې او ویې ویل چې د افغانستان روغتیا ته د خدمتونو پیل کړې لار به یې تعقیب شي.
ډاکتر سهیلا صدیق د افغانستان لومړنۍ جنراله او د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره وه.
هغې پرون (د لېندۍ ۱۴مه) د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۲ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ډاکتر صدیق جنازې ته درناوی وکړ.»
ولسمشر ویلي چې سهیلا صدیق د افغانستان یوه رښتینې لور وه او د وفات له امله یې ټولو ډاکترانو، د افغانستان ښځو، د افغانستان وسله وال پوځ او ټول ملت ته تسلیت وايي.
د خبرپاڼې له مخې، غني د بن له پروسې وروسته د عامې روغتیا په سکټور کې د سهیلا ونډه او خدمتونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې هغې د خپل خدمت پر مهال ګڼو ځوانانو، ښځو او نارینه وو ته د خدمت زمینه برابره کړه او د افغانستان روغتیا ته د خدمتونو پیل شوې لاره به یې تعقیبېږي.
ولسمشر ویلي: “ډاکتره سهیلا ما له کوچنیوالي پېژنده، یوه مشهوره کورنۍ وه او د افغانستان د طبي سکتور لپاره یې ډېر خدمتونه کړي.”
ولسمشر غني وايي، د سهیلا کورنۍ ځان پوهنې ته وقف کړی و او ارواښادې د افغانستان لپاره سلګونه ډاکتران وروزل او موږ ته یې په میراث پرېښي دي.