Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا: افغان حکومت دې له فساد سره رښتینې مبارزه وکړي

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): په کابل کې د امريکا سرپرست سفير وايي چې د افغانستان حکومت بايد د فساد پر ضد معنا داره او د اثبات وړ مبارزه په خپلو لومړيتوبونو کې شامله کړي.

د امريکا سرپرست سفير او شازدافير روس وېلسن دغه څرګندونې له فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل هغه پيغام کې کړې چې په ټويټر کې يې خپور کړى دى.

نن په افغانستان او ټوله نړۍ کې له فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ نمانځل کېږي.

د امريکا سرپرست سفير ټينګار کړى چې د افغانستان حکومت بايد د شفافيت او حساب ورکونې په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان حکومت ته دغه راز په کار ده چې له فساد سره معنا داره او د اثبات وړ مبارزه په خپلو لومړيتوبونو کې شامله کړي.

وېلسن ويلي: “د دې لپاره چې د افغانستان حکومت د فساد پر ضد مبارزه او اصلاحاتو کې خپله ژمنتيا وښيي، بايد له مجازاتو د زورواکو افغانانو خونديتوب له منځه يوسي.”

د نوموړي په وينا، افغان حکومت بايد زورواکو او ځواکمنو کسانو ته دا پيغام ورکړي چې د دوى جرمونه به بې سزا نه پاتې کېږي.

د امريکا سرپرست سفير وايي، د فساد پر ضد مبارزه هغه مهال ښه نتيجه ورکوي چې مثبتې پايلې یې د خلکو او نړيوالې ټولنې قوي ملاتړ ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.