Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې پر اوربند او سیاسي هواري ټینګاروکړ

ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې پر اوربند او سیاسي هواري ټینګاروکړ

author avatar
9 Dec 2020 - 18:47
ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې پر اوربند او سیاسي هواري ټینګاروکړ
author avatar
9 Dec 2020 - 18:47

کابل (پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۹):  د ناټو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او  اوربند ټینګار کړی دی، څو د افغان شخړې سیاسي هواري ته لاره هواره شي.

په بلجیم کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه د لیندۍ په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر طرز العمل د هوکړې او د ملي مصالحې شورا د مشرتابه غونډې هرکلی شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، دا اقدامات په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې لپاره چې د افغانانو مهمه غوښتنه ده، لاره هواروي.

ناټو له ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي پر کمولو چې بیا په هر اړخیز اوربند باندې تمام شي، کاروکړي، ځکه چې د افغانستان سوله د افغانانو او د ګاونډیانو په ګټه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، تر څلورو لسیزو جګړو او ځپل کېدو وروسته د افغان شخړې سیاسي هواري ته یوه هیله موندل شوې ده، خو د تاوتریخوالي زیاتېدل او د طالبانو له خواوروستي بریدونه چې د سولې پروسه يې تر ګواښ لاندې راوستې، باید پای ته ورسیږي.

د ناټو سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات یوې هر اړخیزې سولې ته لاره هواره او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د سرچینې په وینا، د سولې پروسه کې باید د ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقوق خوندي پاتې شي.

ناټو ویلي، د دې ډاډ هم ورکړل شوی چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

دغه سازمان زياته کړې، دوی د افغانستان، افغانانو او د افغان امنیتي ځواکونو دوامدارې همکارۍ ته ژمن دي.

دوی پر افغان دولت او طالبانو غږ کړی چې د دوحې تړون او د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې په اړه خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ناټو د دې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې دوامداره اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده، طالبان هم باید د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کېږدي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.