ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢١ کسان په کرونا اخته شوي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢١ کسان په کرونا اخته شوي

author avatar
13 Dec 2020 - 14:25
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢١ کسان په کرونا اخته شوي
author avatar
13 Dec 2020 - 14:25

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٢١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٢٧٣ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په ٢٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٥٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٢١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٢٧٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٥٧ په کابل، ٤٩ په کاپيسا، ٣٦ په بلخ، ٣٤ بغلان، ٢٨ په هرات، ٢٠ په کندهار، ١٤ په ننګرهار، ١٢ په پروان، ١٢ په غزني، نهه په زابل، اته په تخار، اووه په ميدان وردګ، شپږ په هلمند، پنځه-پنځه په پکتيا، نيمروز او دايکنډي، درې-درې په لوګر، ارزوګان، فارياب او لغمان او يو-يو په نورستان او کونړ ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٣٨٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٩٧١ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.