ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ټسټ شوو کسانو ١٤،٦ سلنه په کرونا اخته دي

افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ټسټ شوو کسانو ١٤،٦ سلنه په کرونا اخته دي

author avatar
14 Dec 2020 - 15:51
افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ټسټ شوو کسانو ١٤،٦ سلنه په کرونا اخته دي
author avatar
14 Dec 2020 - 15:51

کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ١٤٤٢ کسانو د کرونا ټسټونه شوي چې ٢١١ تنه يې مثبت دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په ٢٤ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢١١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٤٨٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٣ کسان په کابل، ٣٦ په بلخ، ٣٢ په پنجشير، ٢٠ هرات، ١٥ په پروان، ١٤ په لغمان، لس په کندوز، اته په  ننګرهار، اووه په کندهار، پنځه باميان، څلور په هلمند، درې-درې په غزني، نيمروز، کونړ او فارياب، دوه-دوه په کاپيسا او لوګر او يو هم په ميدان وردګ ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٤١٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څلور کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٩٧٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.