کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۹): د کابل امنیه قومانداني د دغه ښار د دوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د پولیسو د دوو منسوبینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د دوولسمې ناحیې اړوند په بتخاک سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د پولیسو یو منسوب وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
فرامرز وایي چې قضیه د ګډو امنیتي ځوانو تر څېړنو لاندې ده.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP