Language

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹) : د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د وسله  والو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د لیندۍ په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن د یادې ولسوالۍ په ترق سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو د قوماندان عادلی پر موټر برید کړی و، چې له امله یې هغه وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی تر دې مخکې د بدخشان د ولایتي شورا غړی هم پاتې شوی و.

Related Topics