کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹) امنیتي سرچينه وايي، د کابل ښار د کارته نو په لومړي سړک کې د مقناطیسي ماین چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان په ګډون درې کسان وژلي او يو بل ټپي دی.
د کابل پوليس وايي، دغه چادونه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د کارته نو په لومړي سړک کې وشوه.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده چاودنه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان په ګډون درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر ضیا ودان برید په سختو ټکی غندلی دی.
غني، پر «وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو» برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت بللی او زیاته کړې یې ده:« د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي. »
عبدالله، ودان په وطن مین ځوان، د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې کلک مبارز یاد کړی، د هغه وژنه یې د هېواد دښمنانو کار بللی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد دښمنان نه شي کولى د داسې لوستو او په وطن مینو ځوانانو په وژنې سره د دوی حوصلې کمې کړي. هغه وایي:« سوله د ټولو افغانانو لپاره لومړیتوب دی او داسې بزدلانه بریدونه موږ له دې لویې ملي داعیې څخه نه شي راګرځولی.»
اتمر ویلي، د مخالفینو دا ډول وژنې ښيي چې هغوی له ځوان، باخبره، پوه او باورمند نسل څخه په وېره کې دي.
تر اوسه کومې ډلې د يادې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.