ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پشه يي او نورستاني قومونو ته بايد په سياسي مسايلو او موقفونو کې ونډه ورکړل شي”

“پشه يي او نورستاني قومونو ته بايد په سياسي مسايلو او موقفونو کې ونډه ورکړل شي”

author avatar
10 Jan 2021 - 19:45
“پشه يي او نورستاني قومونو ته بايد په سياسي مسايلو او موقفونو کې ونډه ورکړل شي”
author avatar
10 Jan 2021 - 19:45

جلال اباد (پژواک ۲۱ مرغومی ۹۹): د پشه يي او نورستاني قومونو مشران وايي، حکومت دې دوی ته په سياسي مسايلو او لوړ پوړو موقفونو کې ونډه ورکړي، که نه نو دوی به د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره په مدني حرکتونو پيل وکړي.

دوی وايي، نه ورته لوړ پوړې چوکۍ ورکړل شوي او نه هم د سولې په روانه پروسه کې د دوی د ونډې او نظر څرګندولو ونډه ورکړل شوې ده.

د دغو دواړو قومونو مشرانو دا ګواښ هم وکړ که يې حق په مدني حرکتونو حاصل نه کړ، حکومت سره پرېکون ته هم چمتو دي.

دا قومي مشران د مرغومي په ۲۱مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې راټول شوي و او خپلې غوښتنې يې شريکې کړې.

دوی په دې غونډه کې د پشه يي او نورستاني ژبو د رسمي کېدو او دغه راز د اساسي قانون د اوونۍ په مناسبت هم خبرې وکړې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او قومي مشر حضرت علي وويل، نورستاني او پشه يي قوم تل د نظام د پایښت لپاره قرباني ورکړې، خو په سياسي موققونو او مسايلو کې تل څنډې ته شوی دی.

دی زياتوي، په هيواد کې د نورو لږکيو په پرتله نورستانيانو او پشه يانو ته کمه پاملرنه شوې او حتی نه هم د سولې مذاکراتي ټيم او نه هم د سولې عالي شورا کې ورته ونډه ورکړل شوې ده.

هغه ګواښ وکړ که په يادو سياسي پروسو کې دغو قومونو ته ونډه ورنه کړل شي، نو دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي.

قومي مشر محمد عظيم وويل، حکومت دې يواځې دغه قومونه جنترۍ کې دوی ته د ورځې په ځانګړي کولو نه تېر باسي او بايد په ټولو سياسي پروسو او سترو موقفونو کې ونډه ورکل شي.

مدني فعال عبدالرحمن معاون وويل، که حکومت دوی ته ځانګړې پاملرنه ونه کړي، نو دوی به ورسره پرېکون ته هم غاړه کېږدي.

د ننګرهار مرستيال والي ببرک مياخېل چې دغې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، کليزه کې پشه يي او نورستاني ژبو ته ځای ورکول دغو قومونو ته د حکومت د پاملرنې معنا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، دا قومونه بايد خپلو ژبو ته خپله پاملرنه وکړي، په خپلو ژبو ليکنې وکړي، ژبې بډايه کړي او خپله ورته کار وکړي.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې افغان حکومت په کليزه کې د غبرګولي ۲۵مه د پشه يي او  نورستاني ژبو په نوم ونومول شوه چې موخه يې هم د دغو ژبو ويونکو ته ارزښت ورکول په ګوته شوي دي.

Visits: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.