Language

د ننګرهار استيناف محکمې اداري مدير وژل شوی

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت د استيناف محکمې اداري مدير د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، عبدالقيوم نعيمي له کوره دندې ته روان و چې وسله والو پرې ډزې کړې دي.

د ننګرهار ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د تلاشۍ چوک سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د استيناف محکمې رياست پر اداري مدير باندې ډزې وکړې.

دی وايي چې په ياد بريد کې عبدالقيوم نعيمي لومړی سخت ټپي و خو وروسته یې ساه ورکړه.

د ننګرهار استيناف محکمې يوې سرچينې هم پژواک یاده پېښه تایید کړه.

د دې هدفي وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.