کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هغه موټر چې (و. ج) پلېټ لري، درول کېږي.
صالح چې د کابل امنیتي مسوولیت یې پر غاړه دی نن د شپږ نیمو بجو د ناستې په راپور کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تر اوسه ۱۵۵ کسانو له کورنیو چارو وزارت څخه دغه ډول ځانګړي پلېټونه ترلاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې اوس داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې ښايي وسله وال طالبان او داعشیان (و. ج) پلېټونه جعلي جوړ کړي او ناورین رامنځته کړي.
امرالله صالح له وکیلانو غوښتي چې په (و. ج) لرونکو موټرو کې تګ راتګ ونه کړي.
له دې مخکې د ولسي جرګې څو غړو ویلي وو چې د ولسي جرګې (و. ج) لرونکي شاوخوا درې زره پلېټونه د ځینو کسانو له خوا په غیرقانوني ډول استفاده کېږي چې دغه کار اندېښنې رامنځته کړې دي.
د پژواک د یوه راپور له مخې چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۱۸ مه خپور شو د ولسي جرګې له پنځو (و. ج) لرونکو او د ملي شورا د اداري پلاوي د ناستو د غړو له پلېټونو پرته نور ټول دغه ډول پلېټونه غیرقانوني دي.
هغه مهال ولسي جرګې او کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د خلکو، امنیتي ځواکونو او وکیلانو د اندېښنو د لرې کولو لپاره د ملي شورا غړو ته ځانګړي پلېټونه وېشي خو تر اوسه دغه کار نه دی ترسره شوی.
په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاد د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په دویمه د ددې جرګې ناستې ته وویل، د هېواد په کچه شاوخوا درې زره موټر د (و. ج) له پلېټونو استفاده کوي چې دغه کار د ولسي جرګې د غړو او امنیتي ځواکونو اندېښنې راولاړې کړې دي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هغه مهال ویلي وو چې دغه ډول راپورونه يې ترلاسه کړي او د ولسي جرګې پر غړو سربېره یو شمېر کسان د دې جرګې له ځانګړو پلېټونو (و. ج) استفاده کوي.
هغه د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې ژر تر ژره د ولسي جرګې غړو ته ځانګړي پلېټونه ووېشي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP