ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان : خبریالان، دیني عالمان او سیاسي څیرې زموږ نظامی اهداف نه دي

author avatar
6 Jan 2021 - 20:12
author avatar
6 Jan 2021 - 20:12

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومي ۹۹) : وسله وال طالبان وایي چې دوی په هیواد کې د دیني عالماوو، ژورنالیستانو او سیاسي څیرو په هدفي وژنو کې لاس نه لري.

دوی دا خبرې په  داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمیر ولایاتونو کې دیني عالمان، ژورنالیستان ، مدني فعالان او سیاسي کارکوونکي وژل شوي دي.

بلخوا له تیرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته منسوب د سلو کسانو نوملړ هم خپور شوی چې ګوندې طالبان غواړي دوی ترور کړي.

په دې لیست کې دولتي چارواکي او مامورین، ژورنالیستان او مدني فعالان شامل دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  څه موده کیږي چې د هیواد په بېلابيلو سیمو کې ځينې ديني عالمان، خبریالان او سیاسي څيرې په هدفي ډول وژل کیږي.

هغه زیاته کړې چې طالبان هرځل دا ډول وژنې رد کړي، غندلي او هغه يې د هېواد په زیان کار بللی.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان اوس يوځل بیا هېوادوالو او نړیوالوته څرګندوي چې، یاد خلک په هيڅ ډول ددوی په نظامي اهدافو کې شامل نه دي.

سرچینې زیاته کړې، طالبان یواځې هغه خلک په نښه کوي چې ورسره جګړه کوي او پر وړاندې په استخباراتي فعالیتونو بوخت دي. له دې پرته د نورو خلکو وژل نه هدف دي او نه هم د هیواد او راتلونکي په ګټه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د مبارزې له پیله معلوم اهداف لري او تل یې د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. په تیرو دوو لسیزو کې کله هم په داسې غیر نظامي او بې دفاع اشخاصو بریدونه نه دي کړي. نو اوس هم حکومت ادعاء بې ځایه ده چې بې له کوم دلیله د دغسې بریدونو نسبت طالبانو ته کوي.

طالبانو ویلي : (( زموږ په باور دا ډول بریدونه هغه څوک ترسره کوي چې په هیواد کې د سولې او اسلامي نظام له راتګ سره مخالفت لري، دوی هڅه کوي په دغسې بریدونو سره طالبان بدنام او د هیواد اشغال غزولو ته زمینه سازي وکړي. ))

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګېت د هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچولې وه، هغه  تېره ورځ ویلي وو، طالبان باید د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د دولتي کسانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو د وژلو بهیر بند کړي.

خو طالبانو د هغه ادعا رد کړې وه.

بلخوا د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح هم دداډول بریدونو پړه پر وسله  والو طالبانو اچولې وه.

له دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس د افغانستان د ملي شورا د سنا غونډې ته ویلي وو چې د طالبانو ډلې “کاروان عبیده” د خبریالانو، مدني ټولنې د غړو او سیاسي او ټولینزو فعالانو د هدفي وژنو په خاطر ایجاد شوې ده.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.