Language

ولسمشر هرات ته ولاړ

کابل(پژواک،۲سلواغه ٩٩): ولسمشر غني نن سهار د هرات عمومي وضعيت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

د ولسمشر د وياند مرستیال دواخان مینه پال نن سهار په خپل ټوېټر کې لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته ورسېد.

دی وايي، ولسمشر به په دغه سفر کې د ياد ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو، علماوو، ښځو، ځوانانو، د ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او سوداګرو سره جلا جلا لیدنې ولري.

له دې مخکې ولسمشر کندهار او ننګرهار ولايتونو ته هم ورته سفرونه کړي دي.