Language

ننګرهار کې د ۲۷ ميليونو افغانيو په لګښت رغنيزې پروژې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ۲ سلواغه ۹۹): د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۷ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو کار پيل او يوه يې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، نن د سلواغې په ۲يمه چپرهار ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.

دی وايي، په دغو پروژو کې د ٦ نیم کیلومتره کلیوالي سړکونو،١٢٣٠ متره استنادي دېوالونو، ٢١٩٠ متره کانالونو، ١٨ څاګانو ،١٥ پولګوټو، د اوبو پنځه ورخونو او ٣٠٠ مترو په اوږدوالي ابرونو رغولو پروژې شامل دي چې د درې میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دی دغه راز وايي، د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په سیمه کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د غونډو یو تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خوږياڼی وايي، دا تالار د یو این هبیتات ادارې له خوا په څلور بسوې ځمکه کې د پنځه میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په مالي لګښت ورغول شو.