ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارغندیوال د مالیې وزارت له پوسته عزل او پر ځای یې خالد پاینده سرپرست وټاکل شو

ارغندیوال د مالیې وزارت له پوسته عزل او پر ځای یې خالد پاینده سرپرست وټاکل شو

author avatar
23 Jan 2021 - 11:52
ارغندیوال د مالیې وزارت له پوسته عزل او پر ځای یې خالد پاینده سرپرست وټاکل شو
author avatar
23 Jan 2021 - 11:52

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۹): د ولسمشرۍ چارو اداره وایي، ولسمشر د یوه فرمان له مخې عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی او خالد پاینده یې د مالیې وزارت سرپرست ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر اعلامیې له مخې چې نن خپره شوې او کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشرۍ د جلا حکمونو له مخې، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کول او د دغه وزارت سرپرست په توګه د خالد پاینده ټاکل منظور کړل.

سرچینې لیکلي چې د ولسمشرۍ په حکم کې د مالیې وزیر ګوښه کېدو لاملونه «د عوایدو په راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د ناقانونه مقرریو څېړلو لپاره له ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دې څېړنو مخنیوی؛ د مدیریت ضعف، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته د نه ژمنتیا، په ټاکل شوو دندو کې د اساسي قانون ۷۷مې مادې نه رعایتول او د ولسمشرۍ عالي مقام له حکمونو او لارښوونو سرغړونه بلل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرۍ ریاست د اساسي قانون ۶۴مې مادې د ۱۱مې فقرې له مخې، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لرې کول او د دغه وزارت د سرپرست په توګه د خالد پاینده ټاکل منظور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالهادي ارغندیوال دوه میاشتې مخکې له ولسې جرګې د باور رایه هم ترلاسه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.