کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۹): د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، هېواد يې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک او د بين الافغاني خبرو بهير بيا له سره ارزوي.
دغه څرګندونې د متحده ايالتونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره د سلواغې په درېيمه په ټيلېفوني خبرو کې کړې دي.
سالیوان زياته کړې چې د متحده ايالتونو حکومت به د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د دوحې هوکړې په اړه له سره بيا کتنه وکړي.
د هغه په وينا، له نورو ډلو سره د طالبانو اړيکو پرېکول، د بين لافغاني خبرو بهیر او د تاوتريخوالي کمول د امريکا د بياکتنې او ارزونې مهم موارد دي.
دى وايي، د امريکا نوی حکومت پر دې ټينګار کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارې افغان حکومت او طالبان يو سياسي حل ته سره ورسيږي او دغه راز په افغانستان کې تل پاتی اوربند رامنځته شي.
نوموړي د سولې د روان بهير ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې د امريکا حکومت د سولې په بهير کې د افغان ښځو، قومونو او د نورو لاس ته راوړنو پر ساتل کېدو ټينګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن هم ورته څرګندونې کړې وې.
د یادونې ده، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې (شاوخوا درې میاشتې) د سولې پر کړنلاره موافقه وشوه او په دویم پړاو کې له درېیو اوونیو وقفې وروسته خبرې يو ځل بيا د مرغومي میاشتې په ۱۷مه په قطر کې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP