Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشرغني او سياسي مشرانو پر سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راوستو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): ولسمشر اشرف غني له سياسي مشرانو سره په کتنه کې پر سياسي اجماع او د مطلوبې سولې پر راوستو چې د افغانستان د ثبات او وینې درېدو لامل شي، خبرې کړې دي.

له ارګه د سلواغې په ٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې  له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا له ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله او سياسي مشر استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي هم شتون درلود، د هېواد پر  روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي پر کمېدو، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې درېدو لامل شي،  ټینګار وشو.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د هېواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.

د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځته کولو په موخه يو ځل بيا هلې ځلې پيل شوې دي.

د ملي  روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له ځينو سياسي مشرانو سره ليدنې کتنې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.