ترينکوټ (پژواک ٧ سلواغه ٩٩) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د غبرګو چاودنو له امله څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
ددې ولايت يوې امنیتي سرچینې د سلواغې په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د موټر سایکل بم له امله شوې او دويمه يې په هماغه ځاى کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنو کې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي، يو پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ولایت مقام ویاند احمدشاه ساحل وایې، په چاودنو کې درې پولیس ټپیان سوي او ترڅنګ یې دوه ملکیان مړه او یو تن ټپي شوی. د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي پژواک ته وويل، چې هغوى ته يوجسد او اته ټپیان ور وړل شوي چې دوه يې پوليس دي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن