کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دواړو غاړو د ځینو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امريکا او پاکستان د همکاريو په ارزښت خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې بلینکن او قریشي همدغه راز د سیمې د ثبات او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو په اړه د همکاریو په ارزښت هم وغږېدل.
د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير بلینکن تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم په ټیلېفون کې خبرې کړې وې او هغه ته یې ویلي و چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون ارزونه به کوي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د سولې راوستلو، د ټولو دخیلو غاړو ترمنځ د یو تفاهم رامنځته کېدو او یوه دایمي اوربند په اړه هم ټینګار کړی دى.
بلخوا د پاکستنان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي بلينکن ته په افغان سولې پروسه کې د همکاريو ډاډ ورکړى دى.
قريشي ويلي، دوى تراوسه په افغان سولې پروسه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په برخه کې همکاري کړې او له دې وروسته يې هم کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن