جلال اباد (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو چې اسناد هم ورسره په لاس وو، د دغه ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون يې پر فساد، له قانون څخه پر سر غړوونې او درغلۍ تورن کړ.
دوی وايي، دغه اداره هغه کسان په لوی لاس ناکاموي چې د ولسمشريزو ټاکنو پرمهال يې د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم کې د کمپاين کوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
يادو مدني فعالانو د سلواغې په ۱۱مه د ننګرهار ولايتي شورا انګړ کې د خبري کنفرانس پرمهال له مرکزي ادارې څخه په دغه برخه کې د تغيراتو راوستو او د دغه کمېسيون د چارو د څېړلو غوښتنه وکړه.
د کنفرانس د ګډونوالو له ډلې صبغت الله حنيف چې د دغه ولايت د ځوانانو امريت ته يې ازموينه ورکړې وايي، کره اسناد په لاس لري چې دغه بست ته راغلی شخص يو ځل ناکام شوی هم دی او د جوړ جاړي له مخې ټاکل شوی دی.
دی وايي، ولايتي شورا، ولايت مقام، د شکاياتو کمېسيون او خپله د اداري اصلاحاتو کمېسيون سره يې د عريضو له لارې خپل شکايت ثبت کړی، خو تر اوسه يې په تړاو هېڅ اقدام نه دی شوی.
د کنفرانس يو بل ګډونوال سباوون ملکزی وايي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د ډېرو وړ ځوانانو حقونه په همدغه ډول خوړلي او هغه کسان کاميابوي چې جوړ جاړی ورسره وکړي.
د حسيب سهاک په نوم يو تن چې ده هم يوه دولتي بست ته ازموينه ورکړې وه وايي، ځکه ناکام شوی چې ده په ټاکنيزو منډو ترړو کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ته کمپاين کړی دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم وايي، له دغې ادارې ورته ډېر شکايتونه شوي او څو ځلې يې دغه شکايتونه ولايت مقام ته لېږلي، خو هغوی يې په اړه اقدام نه دی کړی.
خو د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون رييس هجرت الله اختيار بيا وايي چې د دغو کسانو شکايتونو ته پر وخت رسيدګي شوې او د قانون هغه ماده کې اوس تغيرات راغلي چې يو ناکام کانديد بيا ځل نه شي کانديدلی.
هغه دا هم رد کړه چې ګواکې د يو مشخصې ډلې کانديدان دې په لوی لاس ناکامېږي او وايي، که هر څوک اسناد په لاس ولري شکايت دې ثبت کړي دوی به يې په اړه اقدام وکړي.
معترضو مدني فعالانو د ياد کمېسيون ازموينه کې د نورو تخنيکي ستونزو ترڅنګ له دري ژبې څخه پښتو ته ژباړه هم غيري معياري وبلله چې په وينا يې په پوښتنو د ازموينې د ګډونوالو د نه پوهېدو له امله هم د ازموينې ډېر وخت ضايع کېږي.