ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي

د پروان ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي

author avatar
31 Jan 2021 - 14:48
د پروان ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي
author avatar
31 Jan 2021 - 14:48

چاریکار (پژواک، ۱۲سلواغه ۹۹): لسګونه لوستو ځوانانو د پروان د والي دفتر مخې ته په یوه غونډه کې حکومتي مسوولین او د دغه ولایت د خلکو استازي د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برخه کې پر نه پاملرنه تورن کړل.

په ورته وخت کې د پروان والي وايي، د هوا په ګرمېدو سره به په دغه ولایت کې شاوخوا لسګونه زرو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

لاریون کوونکي وايي، د خلکو استازو د ټاکنو پر مهال ځوانانو ته د کاري فرصتونو ژمنې ورکړې وې، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول ګټور پروګرام نه دی عملي شوی.

دوی په یوه غونډه کې چې «د پروان فعالو ځوانانو ټولنې» له خوا ترتیب شوې وه، مسوولین او سیاستوال د کاري زمینې برابرولو په برخه کې پر جانبدارۍ تورنوي او وايي، اوس مهال سلګونه ځوانان چې تحصیلي اسناد هم لري، له بېکارۍ ځورېږي.

د مستقیم عمر په نوم یوه لاریون کوونکي وویل: ((زه یو ځوان او د پروان ولایت اوسېدونکی یم، موږ ته هېڅ توجه نه ده شوې، زموږ ځوانانو لپاره چې زده کړې مو هم کړې، د کار زمینه نه ده برابره.))

د نویدالله جهیر په نوم د لاریون بل ګډونوال وویل: ((موږ ځکه عدالت غوښتنه کوو چې لوستي ځوانان مو چې الله ج ورته حق ورکړی له محروم دي، زموږ لوستي ځوانان پوډري شوي، سیاستوال د ځوانانو په وینو سوداګري کوي، له مجبورۍ څخه د سیاستوالو د لاس مهره شوي؛ په تنګ لاسۍ او بېوزلۍ کې قرار لري.))

دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دغه ولایت په مرکز کې تازه د ملي دسترخوان پروګرام لپاره تر ۱۰۰ ډېر ځوانان جذب شوي خو د لاریون کوونکو ځوانانو په خبره، په دغه پروګرام کې هم اړیکو ته ارزښت ورکړل شوی او وړ کسان ترې لرې پاتې دي.

د پروان والي فضل الدین عیار په دولتي ادارو کې د ټولو لوستو ځوانانو د جذب په برخه کې د حکومت د ناتوانۍ خبره وکړه او ویې ویل، د هوا په ګرمېدو سره به د سنجددرې پارک په صنعتي پروژه، د سرکونو په جوړېدو، د لیلیو او دارالایتام په جوړېدو، د امام اعظم (رح) د څېړنیز مرکز په جوړېدو او نورو پروژو کې زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې له ۴۵۰۰ ځوانانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه او په شفاف ډول له سلو کسانو ډېر جذب شول.

دا په داسې حال کې ده چې له بېکارۍ څخه شکایتونه یوازې په پروان کې نه بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته او د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په طرحه کې هم ۱۳۰۰۰ بستونه تنقیص شوي دي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.