ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د کرونا محافظتي جامو پېرلو کې تر څلور میلیون افغانیو ډېر اختلاس شوی

لوګر کې د کرونا محافظتي جامو پېرلو کې تر څلور میلیون افغانیو ډېر اختلاس شوی

author avatar
3 Feb 2021 - 12:09
لوګر کې د کرونا محافظتي جامو پېرلو کې تر څلور میلیون افغانیو ډېر اختلاس شوی
author avatar
3 Feb 2021 - 12:09

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په لوګر ولایت کې له کرونا سره د مبارزې له ځانګړو پیسو د میلیونونه افغانیو حیف او میل لپاره د دوو مخکنیو والیانو په ګډون د دغه ولایت ۱۸ مهم کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې په ډاګه کوي، د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د درملو او ۳۸ قلمه طبي تجهیزاتو په پېرلو کې د «د بازار له نرخونو سره د پېرل شوو توکو د بیو توپیر، د هغو توکو اخیستل چې د کرونا په بهیر پورې اړه نه لري، د اړتیاوو په معلومولو کې د دقت نه موجودیت، له اړتیا د ډېرو توکو پېرل او له کرونا ویروس سره د مبارزې روغتیايي کارکوونکو معاشونو په ورکړه او جذب کې د روڼتیا نه شتون» په شمول ډېرې ستونزې موجودې دي.

په یادو توکو کې د اکسېجن تولید ماشین، د ناروغانو د معاینې مېز، نه تعقیم شوي دست کش، انفرارید ترمامیتر، ویټامین D3، سرنج، سوډیم کایپو کلورایډ، ایتایل الکول، محافظتي جامې (PPE KIT) او نور شامل دي.

د پژواک موندنې ښيي چې یوازې په ۷ قلمه پېرل شوو توکو کې نږدې پنځه میلیون افغانۍ حیف او میل شوې دي.

په دغو اسنادو کې ویل شوي، سیمه ییزې ادارې له کرونا سره د مبارزې لپاره د سرچینو په لګښت کې ډېرې سرغړونې کړې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شوو پیسو د حیف او میل او د کرونا پر مهال د روغتیايي خدمتونو د اغېزمنتیا لامل شوی دی.

په یادو اسنادو کې د لوګر د دوو مخکنیو والیانو په ګډون ۱۸ کسان له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شوو پیسو د حیف او میل له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د بازار تخمیني بیو په نسبت په لوړه بیه پېرنه:

د کرونا ویروس خپرېدو له مخنیوي سره د مبارزې د تدارکاتو کمېټې د ۳۱/۰۱/۱۳۹۹ نېټې وړاندیز او د والي د منظورۍ له مخې، د واحدې منبع له تدارکاتي مېتود څخه په استفادې، د لوګر د عامې روغتیا ریاست د اړتیا وړ درمل او ۳۸ قلمه طبي لوازم، د افرونو ارزونې د پلاوي د نظر پر اساس باتور روان شرکت پر شرایطو برابر ګڼل شوی او له یاد شرکت سره د ټول ټال ۲۳ میلیونه او ۴۵۳زره افغانیو تړون لاسلیک شوی دی.

په لوګر کې د بازار له تخمیني بیو سره د پېرل شوو طبي وسایلو بیو توپیر:

له کرونا سره د مبارزې سرچینو د لګښت او مدیریت څرنګوالي اړوند راپورونو پر اساس چې پژواک ته په رسېدلو اسنادو کې شامل دي، د لوګر ولایت لپاره د کرونا له بودجې په ځینو پېرل شوو توکو کې عامه ګټې په پام کې نه دي نیول شوې او د اړتیا وړ توکي د بازار له بیې ګرانه پېرل شوي دي.

اسناد ښيي چې اوو قلمه توکي چې د اوکسېجن ۱۰ کیفیت لرونکي ماشینونه، د ناروغانو معاینې کیفیت لرونکي ۲۵ مېزونه، ۱۰۰ بستې غیر تعقیم شوي دستکش، ۱۵ انفرارید ترمامتر، ۶۳۰۰ سېټه پي پي کیټ، اووه زره ویټامین D3 او اته زره سرنج په ۱۲ میلیونه او ۸۴۷زره افغانۍ پېرل شوي دي، خو په بازار کې یې ټولیزه بیه اووه میلیون او ۹۳۰زره افغانۍ کېږي چې په ټوله کې څلور میلیونه او ۹۱۶زره افغانۍ حیف او میل شوې دي.

په اړتیا سنجولو او دقیق تشخیص کې نه دقت او تر اړتیا ډېر توکي پېرل

د لوګر ولایت مخکنیو مسوولینو ځيني توکي چې ۳۹ قلمه طبي لوازم او تجهیزات په کې شامل دي، د اړتیا له کچې ډېر پېرلي دي. په یادو توکو کې ۱۵زره کیلوګرامه سوډیم هایپو کلورایډ، یوه کیلو په ۱۱۰ افغانۍ چې ټوله بیه یې یو میلیون او ۵۶۰زره افغانۍ کېږي، زر لېتر ۷۰ فیصده ایتایل الکول، یو لېتر په ۱۱۴۰ افغانۍ، ټولې یو میلیون او ۱۴۰زره افغانۍ او ۶۳۰۰ محافظتي جامې (PPE KIT)، یوه جوړه یې په ۱۷۵۰ افغانۍ چې د ټولو یې ۱۱ میلیونه او ۲۵زره افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده، سربېره پر دې چې محافظتي کيټونه د بازار له تخمیني بیې په لوړ قيمت اخیستل شوي، د اړتیا له کچې ډېر هم پېرل شوي دي.

د شته اسنادو له مخې، د لوګر عامې روغتیا ریاست لپاره د محافظتي کیټونو پېر تر اندازې ډېر او غیر موجه دی او د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له ځانګړې شوې ټولې بودجې ۶زره جوړې محافظتي جامې په ۱۱ میلیون او ۲۵زره افغانۍ پېرل شوې دي.

د کرونا مخنیوي په موخه د منظور شوې بودجې د لګښت کړنلارې نورو مواردو نه مراعاتول:

۱- په لوګر ولایت کې له کرونا سره د مبارزې د تدارکاتو کمېټې د لوګر ولایت مقام ته د پل علم ښار او لوګر په شپږو ولسوالیو کې د کرونا له روغ شوو کسانو او هغو کورنیو سره چې د دې ناروغۍ پر مهال د قرنطین له امله زیانمنې شوې وې، د خوراکي توکو د ۵۰۰ بستو چې یوه بوجۍ وریجې، یوه بوجۍ اوړه، یو قطی غوړي، یو من بوره او یو کیلو شین چای په کې شامل وو، د وېش سپارښتنه کړې او دغه خریداري د ولایت له منظورۍ او د دوه میلیونه او ۴۴۰زره افغانیو مجموعي ارزښت له نرخ اخیستو وروسته شوې ده.

اسنادو ته په کتو، د خوراکي توکو په وېشپاڼو کې له څو پاڼو پرته چې د نظارت شورا غړو تایید او لاسلیک کړې، د خوراکي توکو د ډېری وېشل شوو بستو جدولونه د نظارت شورا د غړو تایید او لاسلیک نه لري.

په همدې توګه د خوراکي توکو د بستو په پېرلو کې د نظارت شورا کتبي موافقه نشته، یوازې د بیو اخیستو پر ځینو استعلامونو د نظارت شورا څلورو غړو لاسلیک کړی دی.

۲- په لوګر کې له کرونا سره د مبارزې تدارکاتو کمېټې په ۳۱/۰۲/۱۳۹۹ نېټه په درېیو جلا تړونونو کې د کرونا ویروس اړوند عامه پوهاوي لپاره د ۵۵۰زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت له درېیو سیمه ییزو راډیوګانو (زینت راډیو، مهال راډیو او پیوند ملي راډیو) سره تړونونه کړي دي؛ داسې چې له هرې راډیو سره د درېیو میاشتو لپاره د ۱۸۳زره او ۶۰۰ افغانیو به ارزښت تړون شوی دی.

اسنادو ته په کتو، په پورته قراردادونو کې د نظارت شورا کتبي موافقه نشته او د هغه فارمټ مطابق چې راډیوګانو د قراردادونو غوښتنې لپاره وړاندیز کړی، د کرونا ویروس مخنیوي او خپرېدو په تړاو د عامه پوهاوي پیغامونه او پروګرامونه د لوګر ولایت مقام، د عامې روغتیا ریاست په مرسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست، حج او اوقافو او ځوانانو مدیریت له خوا هره ورځ نظارت او ارزول کېږي، خو په دې تړاو د درېیو راډیوګانو خپرونو د څرنګوالي او نظارت په اړه هېڅ راپور نه دی وړاندې شوی.

دغه راز د پام وړ بله مهمه موضوع دا ده چې د زینت راډیو رییس (یوه له هغو راډیوګانو چې د کرونا مخنیوي په اړه یې د عامه پوهاوي پیغامونو خپرولو قرارداد کړی) د رسنیو د استازي په توګه د نظارت شورا غړی معرفي شوی چې دا د ګټو او هېواد د نافذه قوانینو خلاف موضوع ده.

جرمي تړاو:

له پژواک سره شته اسناد ښیي چې د پېر وړاندیز د واحدې سرچینې له لارې ترسره شوی چې د لوګر والي هم منظور کړی دی؛ خو د ارزونې پلاوي د باتور روان شرکت د داوطلبۍ افرونو په نتیجه کې ګټونکی اعلان کړ.

د پژواک موندنو له مخې، د ۳۸ قلمه طبي لوازمو او درملو په پېرلو کې د نظارت شورا لیکلې موافقه نشته.

د یادونې ده، د رسیدونو د سند له مخې، د موافقې له نېټې وروسته توکي په دوو جلا قسطونو کې مکمل شوي دي. لومړی قسط له ۷ میلیونه او ۱۹۹زرو افغانیو په لوړ ارزښت (د یوې میاشتې او ۷ ورځو په ځنډ سره) ورکړل شوی دی، خو د ځنډ له امله یې هېڅ ډول جریمه نه ده وضع شوې.

له لوګره د رالېږل شوو انځورونو او معلوماتو له مخې، ځیني پېرل شوي توکي دویم لاس او مستعمل پېرل شوي دي. دغه راز د رالېږل شوو تصویرونو پر اساس، د پام وړ هغه توکي چې د لوګر مسوولینو له خوا ترلاسه شوي، هم مستعمل او د دویم لاس توکي ښکاري.

په قضیه کې شکمن کسان:

د یادونې ده، د څېړنو په پایله کې د لوګر د پخوانیو والیانو، د دغه ولایت د عامې روغتیا د رییس، له کرونا سره مبارزې لپاره د تدارکاتو کمېټې د استازي، د لویې څارنوالۍ د استازي، ملي امنیت ریاست او یو شمېر نورو په ګډون ۱۸ کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

ځیني سیمه ییز چارواکي لکه د لوګر پخوانی والي محمد انور اسحقزی، د تړونونو منظوروونکی، د لوګر والي محمد اجمل شاهپور د پیسو منظوروونکی، د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې تدارکاتي کمېټې رییس تورن جنرال محمد نبي احمدزی د قراردادونو فرمایش ورکوونکی، د عامې روغتیا رییس سورګل سمر، وړاندیز کوونکی، د څارنوالۍ استازی ابوبکر صدیقي د تدارکاتو کمېټې غړی، د څارنوالۍ استازی محمد جواد صافی، د ارزونې پلاوي غړی، د ملي امنیت استازی سید ظهورشاه، د ارزونې پلاوي غړی او د ملي امنیت استازی سید نادرشاه د تدارکاتو کمېټې غړی له کرونا سره د مبارزې په موخه ځانګړې شوو پیسو د غلا په تړاو د پلټنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

دغه راز د مالي او اداري ریاست ارزوونکی عبیدالله امین د تدارکاتو کمېټې غړی، د لوګر ولایت مستوفي وحیدالله میاخېل د تدارکاتو کمېټې غړی، د عامې روغتیا استازی سید امام د تدارکاتو کمېټې غړی، مالي او اداري رییس محمد شریف احمدي د تادیې وړاندیز کوونکی، مالي او اداري رییس وحیدالله رحماني د تادیې وړاندیز کوونکو، د ترانسپورت مدیر زمری د ارزونې بورډ غړی، د مستوفیت استازی محمد اختیار د ارزونې پلاوي غړی، د عامې روغتیا استازی محمد فردوس د ارزونې پلاوي غړی، د ولایتي شورا استازی عدالت عبدالرحیمزی د ارزونې پلاوي غړی او د زینت راډیو بنسټګر او رییس نورالله ستانکزی په ګټو کې د تضاد نه اظهار او نظارت شورا غړی هم د هغو کسانو له ډلې دي چې څارنوالۍ ته معرفي شوي ډي.

په قضیه کې د شکمنو کسانو نظرونه:

د لوګر پخواني والي محمد انور خان اسحاقزي د کرونا په برخه کې شوي قراردادونه شفاف وبلل او ویې ویل چې ده د والي په توګه خپله دنده په اخلاص ترسره کړې ده.

هغه دې ته په اشاره چې له کرونا سره مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو او درملو قراردادونه د ده په ​​وخت کې لاسلیک شوي، وایي، هغه مهال یې د ملي امنیت، څارنوالۍ، ولایتي شورا، د عامې روغتیا ریاست، مدني ټولنې او نورو اړوندو بنسټونو فعالینو ګډ پلاوی په تړونونو کې د شفافیت لپاره جوړ کړ.

نوموړی وایي چې د لا ښه روڼوالي لپاره د ټولو تړونونو واک یادې کمېټې ته ورکړل شوی و.

د هغه په ​​وینا، کمېټې د طبي تجهیزاتو او درملو پېرلو لګښت ۲۴ میلیونه افغانۍ اټکل کړی و، خو تړون د ۲۳ میلیونه افغانیو لاسلیک شوی چې د زیان پر ځای یو میلیون افغانۍ دولت ته ګټه رسېدلې ده.

اسحاقزي د دې په یادولو چې دی په یاده برخه کې تخنیکي او مسلکي کس نه دی څو د بازار له نرخه خبر شي، وویل: «ما د والي په توګه تړون لاسلیک کړی او د کار د طی مراحلو په لړ کې له ولایته ګوښه شوی یم، زما په وخت کې یوه افغانۍ هم نه ده غلا شوې او مسوولیت د اوسني والي او کمېټو دی.»

هغه څرګنده کړه چې د طبي تجهیزاتو او درملو پېر اعلان ته سپارل شوی او نهو شرکتونو خپل نرخونه شریک کړي او تر ټولو په ټیټ نرخ یې تړون لاسلیک شوی و.

خو د لوګر پخواني والي محمد اجمل شاپور پژواک ته وويل، کله چې ده د والي په توګه خپل کار پیل کړ، د طبي وسايلو او درملو قراردادونه د پخواني والي او کمېټې له خوا لاسليک شوي وو.

هغه زیاته کړه، کله چې ده د ولایت مسوویت پرغاړه درلود، له پروسې په شفاف ډول څارنه شوې ده او په ​​کلکه ویلی شي چې شفاف او له فساده پاک بهیر و، ټول اسناد په ولایت کې شته.

نوموړی د توکو تر اړتیا ډېرې پېرودنې ته په اشاره وایي، ټول طبي وسایل او درمل چې په قرارداد کې ځای پر ځای شوي، هغو ټولو ته جدي اړتیا وه او د عامې روغتیا ریاست تخنیکي او طبي ټېم له خوا تایید شوي وو.

بلخوا د لوګر د عامې روغتیا رییس رسول ګل ثمر د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو او درملو په پېرلو کې د فساد شتون ردوي او وایي چې د کرونا د مخنیوي په برخه کې ټولې پېرودنې رڼې ترسره شوې دي.

هغه وویل: “په هغه وخت کې د لوګر ولایت د کرونا له امله تر ډېر ګواښ لاندې و، موږ کېټونه له اړتیا سره سم وپېرل.”

نوموړی وایي چې د اړتیا وړ هر قلم توکی په انفرادي ډول اعلان ته نه دی سپارل شوی، بلکې ټول قلمونه اعلان ته وسپارل شول او کوم شرکت چې یې ګټونکی شو، تر تولو ټیټ نرخ یې ورکړی و.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې
مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.