Language

د بهرنيو چارو وزارت: پر کونړ د بريدونو دوام سره به پاکستان له متقابل غبرګون سره مخ شي

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځ راکټي بریدونه په کلکه وغندل.

د کونړ والي پرون ويلي وو، چې پاکستانيو ځواکونو ددې ولايت پر شلتن ولسوالۍ تر ٥٠ زيات راکټونه توغولي چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د استوګنې پر سيمو د پاکستاني پوځ راکټي بریدونو، د خلکو امنیت او آرامتیا زیانمنه کړې او ډېر زیات مالي زیان یې اړولي.

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې دغه بریدونو ژر تر ژره ودروي او له تکرار څخه یې په کلکه مخنیوی وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې راکټي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه پر پیل شويو هڅو ناوړه اغېز کوي.

سرچينې ويلي،  دې ډول بریدونو دوام به د افغانستان له غبرګون سره مخامخ شي چې په هغه حالت کې به پاکستان د پایلو مسوول وي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دوامداره توګه د دوه اړخیزو همکاریو د موجوده میکانیزمونو له لارې د ستونزو د حل اړتیا باندې ټینګار کړی او د تاوتریخوالي د راپورته کیدو او خپریدو څخه د مخنیوي غوښتنې کړي دي.