ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې د اوږدمهال اوربند ملاتړ کوو

د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې د اوږدمهال اوربند ملاتړ کوو

author avatar
6 Feb 2021 - 09:35
د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې د اوږدمهال اوربند ملاتړ کوو
author avatar
6 Feb 2021 - 09:35

کابل (پژواک، ١٨ دلو ٩٩): د امریکا دفاع وزیر وایي، د هېواد نوی حکومت يې د سولې د هغه بهیر چې د افغانانو په ګټه وي او پايله يې تلپاتی اوربند وي، ملاتړ کوي.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو له دفاع وزير لويډ استين سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلېفوني اړیکه  کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایلو ترڅنګ ویلي، د هېواد نوی حکومت يې د سولې د داسې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او پايله يې دايمي اوربند وي، ملاتړ کوي.

سرچينې دغه راز لیکلي، په دې ټيلېفوني خبرو کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح او د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل.

همداراز په دې ټيلېفوني تماس کې دواړو لورو د تاوتريخوالي او هدفي ترورونو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.