ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې درې نيم ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې درې نيم ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي

author avatar
11 Feb 2021 - 15:03
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې درې نيم ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي
author avatar
11 Feb 2021 - 15:03

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په ١٣٩٩ مالي کال کې يې څه کم درې نيم ميليارده افغانۍ  عوايد ترلاسه کړي چې له هغه مخکې کال په پرتله ٣٠ سلنه زيات وو.

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې مالي او اداري مرستيال ميرويس ميرزکوال له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې افغانستان د حيرتان بندر له لارې له ازبکستان او د اقينې اندخوي بندر له ترکمنستان سره د اورګاډي پټلۍ په وسيله وصل شوى دى.

هغه زياته کړه، افغان سوداګر پر يادو بندرونو له دغو هېوادونو سره د بېلابيل ډول توکو صادرات او واردات کوي.

ميرزکوال وايي چې د ١٣٩٩ مالي کال په اوږدو کې دغې ادارې درې ميليارده او څه دپاسه ٤٤٩ ميليونه ، ٩٣٩ زره  او ٤٦٣ افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو.

د نوموړي په وينا، په دې کال کې دوى د ١٣٩٨ لمريز کال په پرتله ٧٩٤ ميليونه افغانۍ عوايد زيات وو، چې ٣٠ اعشاريه ٧٨ سلنه زياتوالى په کې راغلى دى.

ده زياته کړه، دا عوايد يې ملي بوديجې ته سپارلي دي.

دا چې سږکال ولې يې عوايد زيات شوي، ميرزکوال وايي چې سږ کال د کرونا له امله اکثره لارې بندې وې، خو يواځې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات کېدل.

دغه راز هغه وويل، دوى په اداره کې شفافيت رامنځته کړى، نوې مقررې يې وضع کړې دي چې له امله يې عوايد زيات شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال وويل چې دهرات ولايت د تورغنډۍ بندر له لارې هم دوى صادرات او واردات لري، خو له ترکمنستان سره د شوي تړون له مخې عوايد يې هغوى اخلي.

هغه زياته کړه، پر دغه بندر او اوسپنې پټلۍ د ترکمنستان حکومت پانګونه کړې او د تړون له مخې، تر هغه به يې هغوى عوايد راټولوي څو پورې چې لګول شوى لګښت پوره کړي.

ميرزکوال وايي، کله چې هغوى خپل لګښت پوره کړ، بيا به يې عوايد د افغانستان حکومت راټولوي چې ورسره به د دوى په عوايدو کې ډېر زياتوالى هم راشي.

ده وويل، د اوسپنې پټلۍ له ليکې څخه په استفادې له بهر څخه اورګاډي راځي او د مالونو د لېږلو يا انتقالاتو پيسې اخيستل کېږي.

ده زياته کړه، د اورګاډي د تګ راتګ  لپاره له يوټن څخه لس ډالره اخيستل کېږي چې له هوايي او ځمکني ترانسپورټ څخه په مراتبو ارزانه پريوځي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال وايي، دغه راز يوه برخه عوايد پر جريمو ترلاسه کېږي چې کله سوداګر خپل مالونه په ټاکل شوې موده کې تخليه نه کړي.

د هغه په وينا، د دوى د عوايدو ټولو ټوله پروسه الکترونيکي ده، کارکوونکي فزيکي پيسې نه ګوري، هر څه د بانکونو له لارې ترسره کېږي.

ميرزکوال زياته کړه، له ازبکستان څخه افغان سوداګر اوسپنه،اوړه، غنم، غوړي او نور خوراکي توکي واردوي.

د هغه په وينا، له ترکمنستان څخه نفت، ګاز، تيل، اوسپنه، بېلا بېل ډول ماشينري او نور وسايل راوړي.

ده وويل چې له افغانستان څخه سوداګر وچې مېوې او قالينې صادروي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال  وايي چې سږ کال د پاکستان مالټې د دې اوسپنې پټلۍ له لارې ازبکستان ته صادرې شوې.

ده زياته کړه، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ هم پرانېستل شوې چې ورسره به د دوى عوايد نور هم زيات شي.

Views: 257

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.