کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندان څخه د ملکي وګړو په ګډون ٤٢ کسان ازاد کړي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د سلواغې په ٢٨مه د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې ١٧ ملکي وکړي او ٢٥ پوځي منسوبين د طالبانو له زندان څخه ازاد کړاى شوي دي.
په دې اړه د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان جنرال محمد علي يزداني پژواک ته وويل چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو تېره شپه بغلان کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٧ ملکي وګړي، ١٩ پوليس او شپږ د ملي اردو سرتېري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړاى شوي دي.
قوماندان زياتوي چې د يادو ځواکونو له لوري د طالبانو دغه زندان په ټوليزه توګه له منځه وړل شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په تېرو دوه مياشتو کې دا دويم ځل دى چې کومانډو ځواکونه په بغلان کې د طالبانو پر زندان عمليات ترسره کوي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن