کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د امريکا خلکو ته د ملا برادر د ليک په ځواب کې ويلي چې طالبانو په سياسي توګه ماتې خوړلې ده.
د طالبانو د قطر دفتر رييس ملا عبدالغني برادر نن د امريکا د متحدو ايالاتونو ولس ته په يوه ليک کې غوښتنه کړې وه، چې ددوحې پر تړون دې ولاړ اوسي ځکه چې د افغانستان شخړه له نظامي لارې نه هوارېږي.
هغه ادعا کړې وه، چې د افغانستان خلک د طالبانو ملاتړ کوي او طالبان د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو او د بيان ازادۍ ته ژمن دي.
خو د ولسمشر امر الله صالح پخپل فيسبوک پاڼه کې د ملا برادر د ليک په ځواب کې ليکلي: ” دا چې ملا برادر ادعا کړې چې د افغانستان اکثريت خلک ددوى ملاتړ کوي، دا يوه خيالي خبره ده، يواځې له څو مدرسو پرته چې د پاکستان ملاتړ نه لري، نور څوک يې ملاتړ کوي، که داسې وي، دوى ولې له ټاکنو ويريږي، ددې ډلې په قاموس کې ولې ټاکنې او ملي اجماع نشته.”
نوموړي زياته کړه، چې طالبانو له سياسي ليد لوري ماتې خوړلې ده، ځکه چې په سياسي توګه دوى له غټو خبرو کولو، د خلکو وژلو پرته خلکو ته هېڅ پيغام نه لري.
د صالح په وينا، په دوحه کې د مذاکراتو ناسم روش طالبانو لپاره يوه فضا رامنځته کړه.
د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي :: ” د خلکو د لسګونو کلونو مبارزې په يوه کلمه خلاصه کېږي او هغه ټاکنې دي، د کودتا کولو وخت اوس تېر شوى، بايد د رايو په وسيله بدلون راشي، د خلکو وژلو، باج اخيستل، د بنسټونو ړنګول او په پاکستان کې د مرکزونو درلودل د سياسي قوت په مانانه دي.”
صالح ويلي، کوم ځواک چې د خلکو په مينځ کې ځاى ولري، هغه خلک نه وژني، وهي نه او له ټېلېفون نه ويريږي.
هغه زياته کړې چې د طالبانو د مشر دغه ليک کې کومه نوې خبره نه وه، يواځې په نورو الفاظو ګواښونه او تاوتريوالى پکې و.
Views: 3118
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن