ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د هېواد د امنیتي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړيتوب دى

غني: د هېواد د امنیتي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړيتوب دى

author avatar
27 Feb 2021 - 15:29
غني: د هېواد د امنیتي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړيتوب دى
author avatar
27 Feb 2021 - 15:29

کابل(پژواک، ٩ کب ٩٩): ولسمشرغني له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ د ملي ورځې په مراسمو کې وويل، نننى افغانستان مخکنى افغانستان نه دى چې د هېواد امنيت نور ټينګ کړي .

د کب ٩مه چې له امنيتي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې سره سمون خوري نن په پلازمېنه کابل او ولايتونو نمانځل کيږي.

د ارګ له لوري د کب په ٩مه ، پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي  چې ولسمشر  محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کب په نهمه ـ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د سرچينې په خبره ، جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو یې ملتیا کوله، ملي دفاع وزارت ته له رسېدو سره سم لومړی د تشریفاتو قطعه معاینه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو منار ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ولسمشر غني دغو مراسمو ته په خپلې وینا کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې مبارکۍ ترڅنګ وویل، نن د افغانستان دولت او ملت ته د ویاړ ځای دی چې خپل اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځي او ستاسو له برکته افغانستان پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ دی.

هغه دې ته په اشارې چې ولې دولت د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي وویل :(( دا ویاړ له دې امله دی چې له تاسو پرته به دولت موجود نه وای او ټول باید باور ولري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده.))

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړه روحیه وستایله ويې ویل: (( زه هره اوونۍ د وسله وال پوځ د شهیدانو له وارثینو سره خبرې او د هغوی د کورنیو د روحیې قدرداني کوم.))

هغه څرګنده کړه، د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې واقعي بچیان دي او ټول ملت یې ترڅنګ ولاړ دی. ستاسو هر یو رضاکار او د دې خاورې سرباز دی. دولت ژمن دی چې تاسو ته به تل د ملي پانګې په توګه ګوري.

نوموړي وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې هغه لار وهلې چې په نورو هېوادونو کې ډېر وخت نیسي او په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له دې ځواکونو څخه دخلکو ملاتړ بېساری دی، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د اساسي قانون ساتونکي او تطبیقوونکي دي.

ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان د نفوس اکثریت ځوانان جوړوي او تاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځوانه پیاوړې روحیه د یو ځوان نسل ملاتړ او ساتنه کوئ.

غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو په څېره کې واحد ملت، ثبات او د افغانستان هوساینه او سوله لیدل کېږي، له تاسو او اتلولیو پرته به مو نن د سیاست ډګر متفاوت وای.

هغه زیاته کړه، ستاسو اتلولي، قربانۍ او وړتیا هره ورځ د نړۍ د رهبرانو له لوري ستایل کېږي او تاسو یوازې د افغانستان د خپلواکۍ نه، بلکې د نړۍ د امنیت ساتنه کوئ.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل :(( په ۱۴۰۰ کال کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کورونو جوړول په قوت پیل شي.))

غني د سولې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رول په اړه وویل : (( زموږ د خلکو پر وړاندې نننۍ جګړه له انسانیت، عدالت او حقانیت سره په تضاد کې ده او د اسلام مبین دین سره اړیکه نه لري.))

د هېواد جمهوررئیس وویل، علمای کرام په دوحه، مکه، مدینه، اندونیزیا او د اسلامي نړۍ په نورو ټولو سیمو کې د استدلال په ډګر کې ښه وځلېدل، ځکه زموږ داعیه برحقه ده. جګړه د حل لار  نه ده، خو اتلولي، ژمنتیا او جرئت په دې کې دی چې سوله وکړو.

ولسمشر  د خپلو خبرو په پای کې وویل، څلوېشت کاله کېږي چې نړیوالې ټولنې د عظیم تاریخ او ځلانده تمدن لرونکي لېواله خلک له خپل بنسټیز حق چې هماغه سوله ده، محروم کړي او دا د منلو وړ نه ده، موږ پایداره او باعزته سوله غواړو او دا راتلونکې ده.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی له کورنیو سره غمشریکي وکړه او هغو سرتېرو ته یې د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې همدا اوس د هیواد په دفاع بوخت دي وویل، د جمهوررئیس له لوري ځانګړي مډالونه، ترفیعات او نغدي مرستې د جګړې د لومړۍ کرښې اتلو سرتېرو ته ورکړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال افغان ملت ته ډاډ ورکړ چې پسرلنۍ جګړې ته بشپړ تیاری لري او اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اکمالاتو، رهبرۍ او همغږۍ له اړخه په خورا ښه موقف کې دي.

همداراز په دغو مراسمو کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو د کورنیو په استازیتوب دوژل شوي نظام الدین مور حمیدې  او د معلولینو په استازیتوب جګړن شاه زمان خبرې وکړې.

هغوی وویل: (( موږ د خپل هیواد لپاره قرباني ورکړې او چمتو یوو چې د دې وطن له لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړو.))

په دې مراسمو کې سمونمل مومن خان په خپل لاس لیکل شوې د قران عظیم الشان نسخه جمهوررئیس ته ډالۍ کړه او همداراز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو په اړه یو کوچنی فلم هم نندارې ته وړاندې شو.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.