ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګرو د ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور تړونونه ترلاسه کړل

افغان سوداګرو د ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور تړونونه ترلاسه کړل

author avatar
28 Feb 2021 - 17:43
افغان سوداګرو د ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور تړونونه ترلاسه کړل
author avatar
28 Feb 2021 - 17:43

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۹۹):  د کرنې وزارت وايي چې افغان سوداګرو په یوه نړیوال نندارتون کې د ۱۷۱میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو توکو د پلور تړونونه ترلاسه کړي دي.

په دغه نندارتون کې چې د کب له ۳مې تر ۷مې نېټې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شو، د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ٤٨٠٠  شرکتونو خپل کرنیز توکي او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د خصوصي سکټور پراختیا رییس حبیب الله جبیبي له خوا راغلي چې یاد تړونونه د وچې او تازه مېوې، مغز لرونکو مېوو، طبي بوټو، شاتو او حلالو شربتو د پلور په برخه کې دي.

سرچینې زیاته کړې چې ډېری تړونونه د هندوستان له خوا لاسلیک شوي چې سل میلیون ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، له هندوستان وروسته د افغان سوداګرو او صادروونکو ډېری تړونونه د متحده عربي اماراتو له سوداګرو سره دي چې ارزښت یې ۲۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرو په درېیمه کټګورۍ کې سعودي عربستان دی چې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ورسره شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې هم افغان سوداګرو په دې ډول نندارتونونو کې ګډون کړی و چې له مختلفو هېوادونو سره یې د شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي وو.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.