ژبه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم فورم کې ګډون وکړ

احمد صهیب حسرت

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۶

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دې خونې یوه پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم نړۍوال فورم کې ګډون کړی او هلته يې د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه فورم د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد ښار کې جوړ شوی و.

سرچینه وایي، د افغانستان پلاوي مشري د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سیدکریم هاشمي کوله او دغه پلاوي د ترکمنستان د اقتصاد وزارت په رسمي بلنه په فورم کې ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، په پلاوي کې د ولایتي خونو د چارو مرستیال فیض‌احمد خوافي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال میراجان سلیمان‌خېل، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس محمدیونس قاضي‌زاده، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ريیس عبدالله نوري او د بلخ د سوداګرۍ خونې یو شمېر مسوولین شامل وو.

همداراز، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو هم په دغه فورم کې ګډون کړی و.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په دغه نړۍوال فورم کې د بېلابېلو هېوادونو رسمي پلاوو، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو استازو، سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و او د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

د سرچینې په خبره، په دغه فورم کې د افغانستان د پلاوي ګډون د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې د راجلبولو، د نویو بازارونو د موندلو او له ترکمنستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

په خبرپاڼه کې د کوم مشخص تړون، پانګونې یا تفاهم‌لیک د لاسلیک په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.