منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ۱۸۰ سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د ایران سوداګریز پلاوی کابل ته راغی

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ میزان ۱۴۰۵): د افغانستان او ایران ګډه خونه وايي چې د شاوخوا ۱۸۰ سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو په ګډون د ایران یو سوداګریز پلاوی د ایران – افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د رییس محمود سیادت په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د افغانستان او ایران ګډې خونې نن (سه‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوی د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.

سرچینه وايي چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې ريیس کمال‌الدین توحید د دغه پلاوي هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د ایران سوداګریز پلاوی په کابل کې د خپل حضور پر مهال د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې پر ګډون سربېره له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم وویني او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ د ځانګړې کمېسیون د رییس محسن زنګنې په مشرۍ پلاوی هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی و.