کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون د رییس محسن زنګنې په مشرۍ راغلي پلاوي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (دوشنبه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډې خونې رییس کمالالدین توحید هم ګډون درلود.
سرچینه وايي، دواړو لورو د ګډو صنعتي پروګرامونو، په افغانستان کې د ځانګړي صنعتي پارک جوړولو، د چابهار بندر له لارې د همکاریو پراختیا، د نفتو د تصفیې کارخونې جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ لس میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسولو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه هدف کې د افغانستان د صادراتو زیاتوالي ته هم پام شوی دی.
عزیزي ویلي چې په افغانستان کې د صنعتي فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر دي او د صنعت برخه کې د پروګرامونو او وړاندیزونو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د صنعت وده، اقتصادي فعالیتونه او په هېواد کې د تولید د ارزښت ځنځیر بشپړول د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مهمو لومړیتوبونو دي او د دې برخې د رغنده وړاندیزونو ملاتړ کوي.