Language

ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې د ګچ  فابريکې اووه کاريګر وژلي

جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۹): د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ګچ فابريکې اووه کاريګر د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د کب په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، ناپېژانده وسله والو کسانو تېره شپه د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ مارغونډۍ سيمه کې د ګچ  فابريکې اووه کار کوونکي وژلي دي.

هغه زياته کړه، د پېښې په تړاو يې تر شک لاندې څلور کسان نيولي او پلټنې يې ترې پيل کړې دي.

بلخوا د ننګرهار د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته نن سهار اووه جسدونه انتقال شوي خو هغه يې هم د هويت په تړاو څه ونه ويل.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر پژواک ته وويل، وژل شوي کسان ټول هزاره توکمي دي او د داعش وسله والې ډلې له لوري بريد پرې شوی دی.

هغه زياته کړه، پېښه داسې ځای کې شوې چې په دوه سوه مترۍ کې يې د غونډۍ پر سر د پوليسو پوسته هم موجود ده.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.