کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې درې وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، درې وسله والو تېره شپه د کندهار ښار ۱۳مې امنیتي حوزې د سرې غونډۍ په سیمه کې تر یوه پُل لاندې ماینونه ځای پر ځای کول.
هغه زیاته کړه، یادو وسله والو یو ماین ځای پر ځای کړی و، د دویم د ځای پر ځای کولو پر مهال پرې چاودنه شوې ده او درې واړه کسان په کې وژل شوي دي.
سرچینه وايي چې یو ماین د پولیسو له خوا شنډ شوی هم دی.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP