غزني ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٩): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې د ده يک ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر د ده يک ولسوالۍ په تاسن سيمه کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالرحمن فاتح پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې فاتح وژل شوى خو نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د قوماندان په وينا، د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د تاسن سيمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د ګزمې پرمهال د امنيه قوماندان پر موټر چاودنه شوې ده.
دى وايي چې امنيه قوماندان ځاى پرځاى وژل شوى خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
بل لورته طالبان د يادې پېښې مسووليت مني.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ طالبانو د ده يک ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالرحمن پر ټانګ د ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي، درې نور ټپيان شوي او ټانګ يې هم له منځه تللى دى.
Views: 412
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن