کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٩): ولسمشر اشرف غني په ميدان وردګو کې د چورلکې غورځېدو پېښې قربانيانو کورنیو سره په اړيکه کې هغوى ته ډاډ ورکړى چې د يادې پېښې غچ اخيستل کېږي.
له ارګه د کب په ٣٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرباڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې قربانيانو له ورثې سره ټيلېفوني خبرې او غمشریکي وکړه.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې يوه چورلکه وويشتل شوه چې په کې څلور پيلوټان او د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتېري ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت هغه مهال ويلي وو چې دوى په يادې ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو لپاره اکمالات کول.
له يادې پېښې څلور وروځې وروسته نن د ملي دفاع وزارت وويل چې ياده چورلکه کې د عليپور کسانو ويشتلې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د درېیم ساتنمن د کورنۍ له غړي محمد حسین سره په خبرو کې د هغه کورنۍ ته د نوموړي او د هغه د همسنګرانو پر مړينه غمشریکي وکړه، وې ویل، د هغوی اتلولي نه هېرېږي.
محمد حسین وویل: “زموږ لویه غوښتنه دا ده چې د یادو شهیدانو غچ واخیستل شي او هغوی چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کوي، د هېواد دښمنان دي، د ساحې پاکوالي لپاره باید عملیات وشي او د نوموړي کورنۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.”
په خبرپاڼه کې راغل چې دغه راز ولسمشر د ډګرمن عبدالکریم له پلار عبدالرحیم سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د مړينې په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.
عبدالرحیم وویل: “زوی مې په ویاړ افغانستان ته د خدمت په لاره کې شهید شوی او زه پرې ویاړم.”
ولسمشر وویل، اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې نوموړي ته د دوو رتبو د ترفېع لپاره اجراات وکړي او کورنۍ ته به یې رسېدنه وشي.
دغه راز ولسمشر جګړن فضل وهاب پلار متقاعد جنرال شېرین، د بریدمل محفوظ له پلار عبدالمعقول او د ساتمن داوود له پلار حاجي رضا سره هم خبرې وکړې.
ولسمشر غني په دې ټيلېفوني اړيکو کې کې د ټولو قربانيانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي.
عليپور هم د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن