ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوسېدونکي: طالبان د عشر په نوم له کروندګرو باج اخلي

د هلمند اوسېدونکي: طالبان د عشر په نوم له کروندګرو باج اخلي

author avatar
24 Mar 2021 - 15:24
د هلمند اوسېدونکي: طالبان د عشر په نوم له کروندګرو باج اخلي
author avatar
24 Mar 2021 - 15:24

لښکرګاه (پژواک، ٤ ورى ١٤٠٠): د هلمند اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د کوکنارو په ګډون د ټولو کرنیزو حاصلاتو د عشر په نوم باج ټولوي خو طالبان بيا په زور د عشر ټولول ردوي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي کريم الله د وري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان په دغه ولايت د ټولو کرنیزو حاصلاتو عشر ټولوي.

هغه وايي: ((که په ځمکه کې کوکنار او يا هم بل هر څه وي، طالبان راځي پارچه ورکوي او له خلکو په زور ماليه اخلي، که څوک يې ورنه کړي، بيا يي وهي او يا يې له ځان سره بيايي.))

د نوموړي په وينا، طالبان له ځينو هغو کسانو عشر نه ټولوي چې په بېلابېلو برخو کې له دوى سره مرستې کوي او يا هم اړيکي ورسره لري.

دى زياتوي: ((له هر جريب غنمو څخه پنځه تر لس منو پورې غنم اخلي او د کوکنارو دوو جريبو پر سر بيا يوه کيلو ترياک اخلي.))

همدارنګه د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل چې د کښت په وخت کې د طالبانو کمېسيون کسان راځي او کروندګرو ته پارچې ورکوي.

دى وايي: ((کله چې بيا حاصل ته ورسېږي، د طالبانو کسان راځي او د کمېسيون له پارچې سره سم په زور له خلکو عشر اخلي، که څوک يې ورنه کړي، داسې وهل ټکول ورکوي چې ټول عمر يې په ياد وي.))

دغه راز د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان وايي چې طالبان هر کال په دغه ولايت له کروندګرو د ځمکې له حاصلاتو د عشر په نوم باج ټولوي.

افغان زياتوي: ((هم د خلکو له ځمکو څخه باج اخلي او هم په زور د خلکو په کورونو کې ژوند کوي خلکو ته وايي چې دوى جهاد کوي نو خلک هم ورته له ډاره څه نه شي ويلاى.))

د نوموړي په وينا، طالبان د اسلام لپاره جهاد نه کوي، بلکې د شخصي ګټو لپاره جګړه کوي.

ده زياته کړه: ((طالبان له ځمکو ټکس اخلي، له کانونو ټکس اخلي، له ترياکو ټکس اخلي، له ترانسپورت ټکس اخلي، له هرې پروژې پېسې اخلي دا نو کوم جهاد دى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د هلمند امنيه قوماندان ولي جان سرحدي پژواک ته وويل، دوى هم خبر دي چې طالبان د کوکنارو ترڅنګ د ځمکې له هر ډول حاصلاتو څخه د عشر په نوم ماليه ټولوي.

هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت په هغو سيمو کې کوکنار کرل شوي چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

دى زياتوي: ((موږ پلان لرو چې د کوکنارو د اړولو لپاره يو کمپاين پيل کړو خو د عشر د مخنيوي لپاره دمګړى څه پلان نه لرو.))

بل لور ته وسله وال طالبان بيا پر زور د عشر اخيستلو مسله ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په هلمند کې له ځمکو څخه د باج اخیستو خبره حقیقت نه لري.

هغه وايي: ((موږ له عشر څخه پرته بل هېڅ ډول پیسې د ځمکو په سر له چا څخه نه اخلو. یوه خبره شته چې په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت د زارعت کمېسیون لخوا امارتي ځمکې د اجارې په بدل کې توزیع شوي چې په کښت کې به یوه معینه اندازه اجاره امارت ته ورکول کیږي.))

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د پنځو ولسواليو او ځينو نورو سيمو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.