ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په لسو ولسواليو کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي

د غزني په لسو ولسواليو کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي

author avatar
25 Mar 2021 - 15:10
د غزني په لسو ولسواليو کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي
author avatar
25 Mar 2021 - 15:10

غزني ښار (پژواک، ٥ ورى ١٤٠٠): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې  د دغه ولايت په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته چې له امله یې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

بل لورته طالبان وايي چې د غزني په ځينو سيمو کې د جګړو له امله او په ځينو نورو سيمو کې د خلکو د نه لېوالتيا له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو هېڅ ښوونځی نشته.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي لامل د وسله والو طالبانو پراخ فعاليتونه دي.

د ده په خبره، که څه هم وسله وال طالبان ظاهراً ښيي چې ګواکې له ښوونځیو او د زده کړو له بهیر سره کار نه لري،خو په عمل کې بیا داسې نه ده، هغوی ان په وار وار د هلکانو ښوونځي هم تړلي دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی سيدالله وايي، څو کاله مخکې د دې ولسوالۍ په میري لېسه کې د نجونو د زده کړې لپاره نوم لیکنه پیل شوه چې خلکو ورسره ډېره لېوالتیا وښوده، خو وروسته حالات خراب شول او د نجونو لېسه فعاله نه شوه.

دی زیاتوي، د غزني د نورو ولسوالیو په څېر په دې ولسوالۍ کې هم د نجونو ښوونځی نشته، هغه کورنۍ چې غواړي په خپلو لوڼو زده کړې وکړي، غزني ښار ته کوچېدلي خو هلته هم له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

نوموړی دغه حالت له زغمه وتلی ګڼي او وايي، که حالات همدغسې روان وي نو د زده کړو په برخه کې به د غزني د نجونو ونډه ډېره ټيټه شي چې عواقب به یې ښه نه وي.

د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي جان محمد همدا خبره کوي او وايي، په ډېرو ولسوالیو کې په خپله خلک نه غواړي پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

نوموړي پژواک ته وویل، ډېر خلک دغه کار ښه نه ګڼي، هغوی د دودیزو مسایلو تر اغېز لاندې دي او اجازه نه ورکوي چې لوڼې یې ښوونځي ته لاړې شي.

دی زیاتوي: ((د خلکو ذهنونه د نجونو زده کړې ته جوړ نه دي، په ډېرو سیمو کې وسله وال طالبان هم د دې کار مخه نیسي.))

دغه راز يو شمېر نورو کسانو هم ورته شکايتونه درلودل.

د غزني د پوهنې رياست سرپرسته رعنا نجمي هم وايي چې د غزني په لسو ولسواليو کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

هغې وويل: ((دغه ښوونځي د نا امنۍ له امله تړل شوي چې له امله یې زرګونه نجوني له زده کړو څخه پاتې دي چې دا يوه لويه بدبختي ده.))

دې زياته کړه چې د پوهنې رياست د قومي مشرانو په منځګړتوب کوښښ کوي چې دغه ستونزه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم پژواک په دې اړه راپور درلوده چې د غزني په لسو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د غزني د هغه مهال د پوهنې رييس محب الله انصار پژواک ته ويلي و کوښښ کوي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب دغه ستونزه هوراه کړي، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده هواره شوې.

د پوهنې رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دا مهال د غزني په مرکز، جاغوري، مالستان، ناهور، مقر، قره باغ، جغتو، خواجه عمري او ده يک ولسواليو کې د نجونو او هلکانو ښوونځي فعاله دي.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني ولايت په ځينو ولسواليو کې د جګړو له امله د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

هغه وايي: ((په ځينو ځايونو کې ښوونځي نه دي جوړ شوي خو په ځينو ځايونو کې بيا خلک خپله علاقه نه لري چې خپل بچيان مکتب ته واستوي.))

ده وويل چې طالبان کوښښ کوي ترڅو کوچنۍ نجونې د زده کړو لپاره وهڅوي او زمينه ورته برابره کړي خو جګړو د دې کار مخه نيولې ده.

د یادونې ده، په غزني کې نږدې ۶۰۰ ښوونځي شته چې تر نیمايي ډېر یې ودانۍ هم نه لري او په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.