جلال اباد (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد ايوب بهار د وري په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند کمبو سيمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته بريد کړی دی.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ کمبو سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه ډله ییز برید کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سرچینه وایي، په پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP