جلال اباد (پژواک، ١٠ ورى ١٤٠٠): ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد ښار کې درې واکسيناتورانې وژلې دي.
د ننګرهار ولايت يوې باورې امنيتي سرچينې د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په مجبور اباد او د اوومې ناحيې په لعل قاسم اغا ساحو کې په دوو جلا برېدونو کې درې واکسيناتورانې وژلې دي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، په څلورمه ناحيه کې يوه او په اوومه ناحيه کې دوه کارکوونکې وژل شوې دي.
د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر پژواک ته تاييد کړه چې په مجبوراباد سيمه کې يوه واکسيناتوره وژل شوې خو وايي، د دويمې پېښې په تړاو کره معلومات نه لري.
د جلال اباد حوزوي روغتون يوې باوري سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې د پېښې له ځايه ورته د درېيو ښځو واکسيناتورانو جسدونه انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شوى دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 240
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن