کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي کابل ته خپل سفر پای ته رسولی او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان په تړاو د سیمهییزو کړکېچونو د سولهییز حل ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي د کمولو، بشري مرستو ته د لاسرسي او د ثبات د ټینګښت لپاره د عملي ګامونو غوښتونکی دی.
بيبيسي نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې لینډزي کابل ته د خپل سفر په پای کې د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او د ثبات د ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي: «بریتانیا د اختلافاتو سولهییز حل ته په ټینګه ژمنه ده او د تاوتریخوالي د کمولو، بشري مرستو ته د لاسرسي د اسانتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه کوي.»
که څه هم لینډزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته مستقیمه اشاره نه ده کړې، خو د هغه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د سیمې او نړیوالې ټولنې اندېښنې راپارولې دي.
د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی .
هغه زیاته کړې چې کابل ته د سفر پر مهال یې د اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو، خبریالانو، بشري مرستندویه بنسټونو او د نړیوالې ټولنې له غړو سره کتلي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو کتنو کې د سیمهییز ثبات، امنیت، بشري اړتیاوو، اقتصادي پراختیا، بېځایه کېدو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې شوې دي.
لینډزي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د هغوی بشپړ ګډون د افغانستان د باثباته، هوسا او ټولشموله راتلونکي لپاره بنسټیز ارزښت لري.