ښرنه (پژواک، ١٢ ورى ١٤٠٠) : د پکتيکا ولايت د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه، چې د جګړې پر مهال دې ملکي وګړي نه په نښه کوي.
د لاريون يوتن ګډونوال قومي مشر ملا يعقوب وايي چې نن سهار د پوليسو په موټر له چاودنې وروسته پوليسو پر کليو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، د پوليسو پر ډزو يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
دى وايي، اوس د سرروضې ولسوالۍ خلک د ځان ساتنې لپاره اړ دي چې کډه وکړي.
د ښرنې د ځوانانو د شورا مشر حاجي نياز هم د پوليسو له لوري د ملکي وګړي وژل وعندل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې نور دې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
سرچينې وويل، د پېښې عاملين دې محاکمه شي او د قانون منګلو ته دې وسپارل شي.
د خورشيد امان کټوازي په نوم قومي مشر پژواک ته وويل چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه مهمه ده، خو زياتوي هغه پوليس چې ملکي خلک وژني، د حکومت او خلکو تر منځ واټن پيدا کوي .
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران له يادو لاريون کوونکو سره د خبرو پر مهال وويل، چې همدا شېبه يې د ولسوالۍ لپاره بل نوی امنيه قوماندان معرفي کړی او هغه کسان چې ياد ملکي وګړی يې وژلی وبه نيسي او د قانون منګلوته به یې وسپارل شي.
د يادونې ده چې لاریون کوونکو د وژل شوي ملکي وګړي جسد هم له ځان سره راوړی و او چارواکو ته يې وښود.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن